د پښتو ژبې ژباړو په اړه
گرانه امجد خانه سلامونه او ښې چارې!
يو څه موده وشوه چې تاسو دلته د پښتو ژبې په ژباړو بوخت ياست. خوښ يم چې تاسو هم د پښتو ژبې لپاره زيار باسۍ او تر خپل وسې هڅه کوۍ چې ښه ژباړه وکړئ. زه دلته له ډېر پخوا څخه په دې کار بوخت يم. غواړم يو څو يادونې درته وکړم.
لومړی دا چې د پښتو ژبې ژباړې بايد د يوه ځانگړي گړدود له مخې و نه شي. دوهم دا چې تاسو زما په ژباړو کې گوتې وهئ او هغه له معياري گړدود څخه کندهاري گړدود ته اړوۍ. درېيم دا چې د گڼونه (اعداد) له عربي څخه هندي ته اړوئ. عربي اعداد دا دي (1 2 3 4 5 6 ...) او هندي/پارسي دا دي (۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ .....) هيله ده چې دا کار و نه کړۍ. څلورم دا چې که د ژباړې کار زما سره په همغږۍ کې ترسره کړئ نو بد کار به نه وي.
هيله من يم چې سپارښتنو ته مې مثبت ځواب ووايئ. مننه او کورودانی.
You do not have permission to edit this page, for the following reason:
You can view and copy the source of this page.
Return to Thread:User talk:Baloch Khan/د پښتو ژبې ژباړو په اړه/reply.
پښتو کې يون د سفر په مانا دی. ما ډېر پخوا د ويکييون په نامه نومولی و. نه پوهېږم چې ولې مو بيا ويکيسفر کړی.
ځکه چي سفر نوم په پښتو ژبه کې ډير اسانه او معلومداره دي، نو ستا څخه دا غوښتنه کيږی چې خير دي مهرباني به دي وي چې دا نوم مه بدلوي. او پر پښتو ويکيسفر کار روان دی، او انشاالله ژر به جوړ شي مننه ګرانه. د نورو معلوماتو لپاره يي دا وګوري. https://ps.m.wikipedia.org/wiki/_ويکيپېډيا:ويکييون_نوم_بدلول