د پښتو ژبې ژباړو په اړه

Jump to navigation Jump to search
Revision as of 7 November 2017 at 16:34.
This is the thread's initial revision.

د پښتو ژبې ژباړو په اړه

گرانه بلوچ خانه سلامونه او ښې چارې!

يو څه موده وشوه چې تاسو دلته د پښتو ژبې په ژباړو بوخت ياست. خوښ يم چې تاسو هم د پښتو ژبې لپاره زيار باسۍ او تر خپل وسې هڅه کوۍ چې ښه ژباړه وکړئ. زه دلته له ډېر پخوا څخه په دې کار بوخت يم. غواړم يو څو يادونې درته وکړم.

لومړی دا چې د پښتو ژبې ژباړې بايد د يوه ځانگړي گړدود له مخې و نه شي. دوهم دا چې تاسو زما په ژباړو کې گوتې وهئ او هغه له معياري گړدود څخه کندهاري گړدود ته اړوۍ. درېيم دا چې د گڼونه (اعداد) له عربي څخه هندي ته اړوئ. عربي اعداد دا دي (1 2 3 4 5 6 ...) او هندي/پارسي دا دي (۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ .....) هيله ده چې دا کار و نه کړۍ. څلورم دا چې که د ژباړې کار زما سره په همغږۍ کې ترسره کړئ نو بد کار به نه وي.

هيله من يم چې سپارښتنو ته مې مثبت ځواب ووايئ. مننه او کورودانی.

    Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel (talk)16:34, 7 November 2017