د پښتو ژبې ژباړو په اړه

د پښتو ژبې ژباړو په اړه

Edited by another user.
Last edit: 16:51, 16 January 2019

گرانه امجد خانه سلامونه او ښې چارې!

يو څه موده وشوه چې تاسو دلته د پښتو ژبې په ژباړو بوخت ياست. خوښ يم چې تاسو هم د پښتو ژبې لپاره زيار باسۍ او تر خپل وسې هڅه کوۍ چې ښه ژباړه وکړئ. زه دلته له ډېر پخوا څخه په دې کار بوخت يم. غواړم يو څو يادونې درته وکړم.

لومړی دا چې د پښتو ژبې ژباړې بايد د يوه ځانگړي گړدود له مخې و نه شي. دوهم دا چې تاسو زما په ژباړو کې گوتې وهئ او هغه له معياري گړدود څخه کندهاري گړدود ته اړوۍ. درېيم دا چې د گڼونه (اعداد) له عربي څخه هندي ته اړوئ. عربي اعداد دا دي (1 2 3 4 5 6 ...) او هندي/پارسي دا دي (۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ .....) هيله ده چې دا کار و نه کړۍ. څلورم دا چې که د ژباړې کار زما سره په همغږۍ کې ترسره کړئ نو بد کار به نه وي.

هيله من يم چې سپارښتنو ته مې مثبت ځواب ووايئ. مننه او کورودانی.

Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel (talk)16:34, 7 November 2017
Edited by author.
Last edit: 16:42, 7 November 2017

اسلام عليکم وروره، سمه ده بس د انګریزاي پر ځاي مي پښتو ټکي ورګډول، کيدای سي ځينې غلطي سوي وي. چي بيا به تکرار نه شي، خوشحاله سوم چي چا زما د کار څخه مو ليدنه وکړه، همدارنګه زه پر پښتو ويکيسفر کار کوم نو که کولاي شي هلته هم مرسته راسره کولاي سي. مننه ګرانه

Amjad Khan (talk)16:42, 7 November 2017

پښتو کې يون د سفر په مانا دی. ما ډېر پخوا د ويکييون په نامه نومولی و. نه پوهېږم چې ولې مو بيا ويکيسفر کړی.

Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel (talk)18:03, 7 November 2017

ځکه چي سفر نوم په پښتو ژبه کې ډير اسانه او معلومداره دي، نو ستا څخه دا غوښتنه کيږی چې خير دي مهرباني به دي وي چې دا نوم مه بدلوي. او پر پښتو ويکيسفر کار روان دی، او انشاالله ژر به جوړ شي مننه ګرانه. د نورو معلوماتو لپاره يي دا وګوري. https://ps.m.wikipedia.org/wiki/_ويکيپېډيا:ويکييون_نوم_بدلول

Amjad Khan (talk)18:13, 7 November 2017